خبرتیا

keu_admin
ff

د ۱۴۰۰ کال د نابینایانو/ ناشنوایانو د کانکور د اختصاصي ازموینې داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي چې ټاکل شوې د کانکور اختصاصي ازموینه د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ میاشتې په ۳یمه نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې واخیستل شي. له درنو داوطلبانو څخه هیله کېږي چې تر غرمې وړاندې په ۸:۳۰ بجو د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون سل اتاقه بلاک ته راشي.