د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون خبرتیا!
ټولوهغه محصلینو ته چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مختلفو پوهنځیو ته د ۱۴۰۱ کال د کانکور آزموینې له لارې بریالي شوي دي، خبر ورکول کېږي چې د یکشنبې او دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ په شپږمه او اوومه نېټه د نوم لیکنې لپاره یاد پوهنتون ته مراجعه وکړي، د یادونې وړ ده چې د نوم لیکنې په و خت کې باید خپله اصلي تذکره او یوه کاپي له ځانه سره ولرئ.
د نوم لیکنې وخت:
د ښځینه محصلینو نوم لیکنه د سهار د 8:30 بجو څخه د غرمې تر 12:00 بجو پورې.
د نارینه محصلینو نوم لیکنه د ماسپښین له 1:00 بجې څخه د مازدیګر تر 3:30 بجو پورې