د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي غونډې راپور

keu_admin
Tue, Jul 26 2022 10:35 AM
77898

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون علمي غونډه د یکشنبې په ورځ ۲۴/۱۲/1443 نېټه چې د ۲/۵/1401 نېټې سره سمون خوري د سهار په 10:00 بجو د علمي چارو مرستیال پوهاند جمشید خان (رشیدي) په مشرۍ ترسره شوه غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل او په لاندې موضوعاتو خبرې وشوې.

لومړی د علمي چارو مرستیال د غونډې ټولو غړو ته د ښه راغلاست پرمهال، د پوهنتون د HEMIS سیسټم په اړه خبرې وکړې او د پوهنځیو له محترمو رئیسانو څخه یې وغوښتل چې د خپلو هغو محصلینو نوم لړ چې په HEMIS سیستم کې شامل نه دي ژر تر ژره جوړ، او د وروستي کړنولپاره یې د پوهنتون د معلوماتي ټکنالوجۍ آمریت ته وسپاري، د علمي چارو مرستيال دغه راز د پوهنځيو له رئيسانو څخه وغوښتل چې د خپلو پوهنځيو ټولو محصلينو ته خبر ورکړي چې خپل پاسورډونه د مربوطه پوهنځي څخه ترلاسه کړي.

همدارنګه په غونډه کې د پوهنتون د سمستر د وروستیو آزموینو په اړه بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د سمستر وروستۍ آزموینې به د لوړو زده کړو د طرزالعمل له مخې اخیستل کېږي. محترم استادان مکلف دي چې د دریو ورځو په اوږدو کې د HEMIS سیسټم کې خپلې د آزموینې شقې داخل کړي.

په غونډه کې د مرکز او ولایتونو د استادانو د علمي تقرر او ترفیع ۱۲ جلده دوسیې د علمي شورا د محترمو غړو لخوا د رایو په اتفاق سره تائید شوې.

غونډه د پوهنتون په چارو کې د بریالیتوب په دعا سره پای ته ورسیده.

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS