د ټولنیزوعلوموپوهنڅي

تاریخچه

د ټولنيزو علومو پوهنځی په ۱۳۶۲ زيږديز کال کې د وخت د پيداګوژۍ د انستيتوت په چوکاټ کې رامينځته شو. په ۱۳۸۳ زيږديز کال کې يې په چوکاټ کې د ټولنپېژندنې ډيپارټمنټ هم جوړ شو. د دې پوهنځي په چوکاټ کې د معاصر تاريخ د جوړيدو وړانديز د اکاډميکو چارو د انسجام په رياست کې دی او په پام کې ده چې ډير ژر ياد ډيپارټمنټ هم د فارغ نه ورکوونکي ډيپارټمنټ په توګه د ټولنيزو علومو د پوهنځي په چوکاټ کې فعاليت پيل کړي.

موخې

علوم په ټولنه کې ښه ژوندانه کولو په برخه کې مهم رول لوبوي، له همدې امله د ټولنيزو علومو پوهنځی د لسانس په کچه د څيړنو او تدريس په برخه کې فعاليت کوي.

عمومي موخه

په ټولنيزه پوهه د سمبالو کادرونو د روزنې له لارې په ژوندانه کې د امن او نظم راوستل.

خصوصي موخې

1-د مرکز او ولايتونو د لوړو زده کړو د مؤسسو او دارالمعلمينونو لپاره د تاريخ، جغرافيې او ټولنپېژندنې په څانګو کې په ټولنيزه پوهه د سمبالو کادرونو روزل.

2- د ښوونې او روزنې پوهنتون په نهو واړو پوهنځيو کې د معاصر تاريخ د تدريس له لارې د افغانستان د معاصر تاريخ په اړه له نويو تحليلو او نظرياتو د محصلينو خبرول.

اوسنی حالت

د ټولنيزو علومو پوهنځی اوسمهال په دوو برخو کې فعاليت کوي:

1-په ورځنيو، شبانه او داخل خدمت ټايمونو کې د تاريخ، جغرافيې او ټولنپېژندنې په څانګو کې د لسانس په کچه د ځوانو کادرونو روزل.

2-د ښوونې او روزنې پوهنتون په نهو واړو پوهنځيو کې د معاصر تاريخ د مضمون تدريسول.

راتلونکی پلان

د ټولنيزو علومو پوهنځی په پام کې لري چې د لاندې پلانونو د تحقق لپاره هڅې وکړي:

1-د تاريخ او جغرافيې په څانګو کې د ماسټرۍ پروګرام پيلول؛

2-د پوهنځي د استادانو د طرفيتونو د لوړولو په موخه ماسټرۍ او دکتورا په کجه د تحصيلي بورسونو جذبول؛

3-د لرغونپېژندنې د ډيپارټمنټ جوړول؛

4-د پوهنځي په کچه د مجهز کتابتون جوړول؛

5-د جغرافيې د ډيپارټمنټ لپاره د مجهز لابراتوار جوړول؛

6-د امکاناتو او وسايلو له پلوه په نړيوالو معيارونو د درسي ټولګيو برابرول؛

7-       د زده کړيالانو د شمېر له پلوه په نړيوالو معيارونو د ټولګيو برابرول.