بیوگرافی معاون پوهنځی زبان و ادبیات

زه عبدالله مخلص د ګل محمد احمدي زوی د بغلان ولايت، نهرين ولسوالي اصلي اوسيدونکی چې په ۱۳۷۵ کال کې د پاکستان په پېښور کې زيږيدلی يم. ښوونځی مې له لمړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې د پېښور په حضرت قيس بن سعد عالي ليسه کې لوستی. د ښوونځي تر څنګ مې د انګليسي ژبې کورسونه هم لوستل؛ په ۲۰۱۲ کال کې د پېښور په نصرت ښوونيزه اکاډمي کې د استاد په حيث و ګمارل شوم. دوه کاله مې هلته تدريس وکړ او بيا د کانکور د ازموينې له لارې د پکتيکا لوړو زده کړو مؤسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي د انګليسي څانګې ته بريالی شوم. د زده کړو تر څنګ مې د القلم ښوونيز مرکز په نوم د انګليسي ژبې کورس هم پر مخ بېوه. وروسته له فارغېدو، د پوهنتون د رهبرۍ له لوري هلته د تدريس لپاره وغوښتل شوم او یو سمستر مې لوړو صنفونو کې د ادبياتو مضامين تدريس کړل. وروسته له هغې بېرته کابل ته راستون شوم او د مسلم انګليسي ژبې کورس کې مې يو کال تدريس وکړ. له هغه وروسته مې  کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د ټيسول ماستري پیل کړه او تر څنګ مې د ادراک لوړو زده کړو مؤسسې او ژبو او ادبياتو په انستيتیوت کې د انګلیسي ژبې تدريس کاوه. په ۲۰۲۲ کال کې د ماسترۍ تر فراغت وروسته کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د انګليسي څانګې د کدري غړي په توګه و ګمارل شوم. سره له دې چې  د انګليسي ژبې د تدريس يوولس کلنه تجربه مې په ياد پوهنتون کې ورځ تر بلې د لا غني کېدو په حال کې ده، دا دی اوس د ژبو او ادبياتو پوهنځي د معاون په حيث هم دنده تر سره کوم.

د پوهنځي د معاون دندې

  • د پوهنځي د رييس په نشتون کې د پوهنځي د علمي شورا رياست
  • د پوهنځي د ريیس سره د لايحو، مقرراتو، قانوني حکمونو د پوهنځي د علمي شورا او د پوهنتون د پرېکړو په پلي کولو کې مرسته
  • د پوهنځي د تدريسي دفتر له کارونو څخه نظارت
  • د پوهنځي د ساتونکو او کارکوونکو له کارونو څخه نظارت
  • د پوهنځي د پاکي او نظافت څخه نظارت
  • د پوهنځي له امتحانونو څخه نظارت او دهغه راپور د پوهنځي رياست ته وړاندې کول
  • ټولې هغه دندې چې د قانون او اکاډميکو اصولو له مخې په ده پورې اړوندې دي.

د راتلونکي لپاره پلان

  • د تدریسي اسنادو لپاره د یو Data base  برابرول.  
  • د تدریسي اسنادو فایلنگ.  
  • د ادبي محافلو په لار اچول.  
  • ورځنۍ چارې ترسره کول.  
  • د پښتو، ترکي، انګلیسي، عربي او روسي څانګو لپاره د کتابتون تاسیس کول.  
  • د ټولنې له اړتیاوو سره سم د شپږونو څانګو کریکولم ته بیاکتنه.  
  • د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د شپږونو څانګو د استادانو لپاره د انګلیسي ژبې د کورسونو جوړول.  
  • د تدریسي پروګرامونو د بیا تازه کولو او ودې په پار له موسسو او سفارتونو سره د اړیکو رامنځته کول.
  • شپږونو څانګو لپاره د لابراتوار تجهیزول.  
  • په اړینو وسایلو سمبالې میتودیکې خونې جوړول.
  • د شپږونو څانګو د استادانو له خوا د نمونه یي Micro Teaching  درسونو برابرول.  
  • د شپږونو څانګو مفرداتو او چپټرونو ته یو ځل بیا اصلاحي کتنه.  
  • د معاصر وخت او د کار مارکېټ له اړتیاوو سره سم د درسي مفرداتو یو ځل بیا له نظره تېرول.
  • د پوهنځي د لا ښې ودې او انکشاف په پار له نړیوالو پوهنتونو سره د هوکړه لیک او قرارداد تړلو هڅې کول.