د افغانستان زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (انستو) او هندوستان IARI پوهنتون تر منځ د همکاریو د دوام په موخه، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د IARI پوهنتون له استازي سره انلاین ناسته وکړه

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۸/۴ - ۱۱:۱۸
yyy

۱۴۰۰کال، د لړم اوله
د افغانستان زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (انستو) او هندوستان IARI پوهنتون تر منځ د همکاریو د دوام په موخه، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د IARI پوهنتون له استازي سره انلاین ناسته وکړه. 
په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د IARI پوهنتون له هممکاریو مننه وکړه او یاد تړون یې د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره ګټور وباله. هغه زیاته کړه، چې لوړو زده کړو  وزارت د یاد تړون د موادو د پلي کولو په برخه کې هر ډول همکاریو ته ژمن دی. 
د IARI پوهنتون د همغږۍ مسوول پروفیسور(ورما) د یاد تړون عملي کول او له تړون سره هم د همکارۍ ډاډ ورکړ. 
د یادولو ده، چې یاد ۱۰کلن د همکاریو تړون، د دواړو پوهنتونونو تر منځ په ۲۰۱۸م، کې لاسلیک شوی، چې پر بنسټ یې د (انستو) پوهنتون محصلان د خپلې تحصیلي دورې یوه برخه په IARI پوهنتون کې پر مخ بیایي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

پنجشنبه- ۹،۱،۱۴۴۸ ه،ق

د سهار ستوري کلینیک له لوري د استادانو مسلکي پراختیا امریت سره په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته "د لومړنیو صحي مرستو رسولو" ترسرلیک لاندې. . .

BACK TO NEWS