د داخلي او نړیوالو آنلاین کورسونو (افغان ایکس او ایډکس) مشخصول

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۱۴:۵۶
lkl

د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې په ۹مه نېټه د شنبې په ورځ د پوهنتون د علمي چارو د معاونیت په دفتر کې د استادانو د معرفۍ او د آنلاین کورسونو د عنوانونو ثبتولو لپاره د افغان ایکس او ایډکس آنلاین کورسونو د مشخصولو په اړه ناسته وشوه.

په دې ناسته کې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېد خان رشیدي، د نهه‌ګونو پوهنځیو رئیسانو او د ځينو څانګو آمرانو ګډون کړی و. ناسته د ښاغلي پوهاند جمشېد خان رشیدي په لارښودو خبرو پیل شوه. ښاغلي رشیدي د نهه‌ګونو پوهنځیو له رئیسانو وغوښتل چې د آنلاین کورسونو د ثبت لپاره خپل درې درې استادان د پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ محترم آمریت ته ور وپېژني. ناسته د ګډونوالو استادانو په پوښتنو او ځوابونو ختمه شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS