د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د سولې مرکز له‌خوا د کرونا ضد واکسین کمپاین

keu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۸:۳۹
hhh

له څو ورځو راهیسې چې په شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون کې د کرونا ضد واکسین پيل شوی، دا په پوهنتون کې د سولې مرکز له‌خوا د کرونا د واکسین لومړنی کمپاین دی چې په لار اچول کېږي. د دغه کمپاین مشري د اسلامي علومو پوهنځي د رئیس او د سولې مرکز د مسؤول ښاغلي پوهنیار سید هاشم امین او د دغه مرکز د دوو نورو استادانو پر غاړه وه چې د سولې مرکز له محصلانو سره یوځای پر مخ یوړل شو او نور محصلان یې د کرونا ضد واکسین تطبیقولو ته وهڅول. د سولې د مرکز محصلینو تطبیقوونکو ته ډاډ ورکړ چې د کرونا ضد واکسین جانبي عوارض نه‌لري او د بدن د خونديتابه وړتیا ډېروي.

په دغه پوهنتون کې شاوخوا لس زره ښځینه او نرینه دي چې د راپور له مخې ۲۵ سلنه محصلینو او مراجعینو واکسین کړی. د پوهنتون مشرتابه غواړي چې په راتلونکې اونۍ کې هم په دغه علمي بنسټ کې د واکسین تطبیق ته دوام ورکړي.

د واکسیناسیون دا کمپاین په داسې حال کې پیلېږي چې د دلتا په نامه د کرونا ویروس اوښتې بڼه لومړی په هند کې ولیدل شوه او دا مهال په ټوله نړۍ کې د هغو کسانو تر منځ په پراخېدو ده چې واکسین یې نه دي کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS