د لوړو زده کړو وزير ښاغلي عباس بصير افغانستان کې د امريکايي پوهنتون له مشرتابه سره وکتل.

keu_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۰ - ۹:۱
fdf

 

په دې کتنه کې دواړو لورو د علمي او څېړنيزو فعاليتونو د ډېرېدو، د لوړو زده کړو په دولتي او خصوصي بنسټونو کې د افغانستان څانګې امريکايي پوهنتون له برياليو تجربو کار اخیستل، د لوړو زده کړو د نظام په برخه کې د همکاريو پياوړي کول، په لوړو زده کړو وزارت کې د تقنیني اسنادو د جوړولو لپاره د ياد پوهنتون همکاري او له علمي او څېړنيزو فرصتونو څخه په ګډې استفادې بحث وشو.

د لوړو زده کړو وزير ښاغلي ډاکټر عباس بصير د لوړو زده کړو په برخه کې د امريکا متحده ايالاتو د همکاريو ستاينې تر څنګ وويل چې د خصوصي او دولتي بنسټونو د کمي او کیفي وړتياوو لوړول او د هېواد د لوړو زده کړو د نظام پراختيا او څېړنو ته پاملرنه، د دې وزارت له لومړيتوبونو څخه دي.

ښاغلي ډاکټر عباس بصير افغانستان کې د امريکايي پوهنتون له رهبري ډلې وغوښتل چې د لوړو زده کړو د نوي مشرتابه د پروګرامونو د عملي کولو په برخه کې؛ چې د لوړو زده کړو د خصوصي او دولتي بنسټونو د ودې او پياوړتيا له پاره جوړ شوي دي هر اړخيزه همکاري وکړي.

د لوړو زده کړو وزير همداراز ترې وغوښتل چې د علمي معياري څېړنو د فرهنګ د دودولو لپاره د هېواد له خصوصي او دولتي بنسټونو سره له نږدې کار وکړي.

د امريکايي پوهنتون د افغانستان څانګې رييس ډېوېډ سېډني، له يادو طرحو څخه د ملاتړ تر څنګ ډاډ ورکړ چې د امريکايي پوهنتون د افغانستان څانګه تياره ده چې د افغانستان د لوړو زده کړو نظام د پياوړتيا او پراختيا په برخه کې له دې وزارت سره هراړخيزه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS