د اطلاعاتو، اړیکو او عامه پوهاوي څانګې آمر ژوندلیک
خیال محمد توحیدیار د شاه محمد زوی، چې له نن څخه نږدې ۲۴ کاله وړاندې یې د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالي ابراهیمزو کلي کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې، د عمر په ۶ کلنۍ کې خپل پلار تر لاس نیولی د مټاخان عالي لېسې په لومړي ټولګي کې داخل کړ، تر ۱۰م ټولګي پورې یې په یاده لیسه کې زده کړې وکړې، چې وروسته یې د پکتیکا مرکز اړوند نورالمدارس فطنې او بیا د مصباح العلوم محمد خېل مدرسې او محمدخېل عالي لېسې ته د دیني علومو او پاتې زده کړو د تعقیب په موخه مخه کړه، د لېسې دورې دوولسم ټولګي ته له رسېدو سره سم په کال ۱۳۹۷ هـ.ش کې د کابل خوشحال خان اول نمبر لېسې ته لاړ او د یاد کال په پای کې له همدز لېسې فارغ شو.
توحیدیار د کانکور ازموینه کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي اړوند پښتو څانګې ته بریالی شو، چې د پوهنتون د درسونو ترڅنګ یې د د پخوا په څېر فرهنګي فعالیتونو ته دوام ورکړ.
دا چې نوموړی له وړکوالې د فرهنګې صلیقې څښتن و، د عمر په ۱۳کلنۍ یې له څو مشرانو فرهنګي ملګرو سره د ښرنې ادبي بانډار بنسټ کېښود، چې په دوام یې د پکتیکا ولایت اړوند ادبي او فرهنګي مجلسونو کې فعال پاتې شو.
ښاغلي خیال محمد توحیدیار د پوهنتون د درسونو ترڅنګ یې په ۱۳۹۸کال د څو فکري ملګرو سره په ګډه په پکتیکا ولایت کې د کوښښ فکري ملګري په نوم خوځښت رامنځ ته کړ، چې په علمي او فکري برخه کې یې نږدې ۲ کاله بې ساري فعالیت ترسره کړ.
له فتتحې سره سم ښاغلی توحیدیار د امربالمعروف وزارت د نشراتو ریاست اړوند د تقوا مجلې د مسؤل او بیا د پښتو ژبې د ژباړن په حیث، ورپسې د افغاني سرې میاشتې نشراتو ریاست اړوند د سرې میاشتې ورځپاڼې د مسؤل او ژباړن په حیث او اوس مهال د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د نشراتو د امر په حیث دنده اجراکوي.
توحیدیار د خپل ادبي او فرهنګي قریحې له مخې تل له علمي او فرهنګي فعالیتونو سره نږدې پاتې شوی، چې له ډلې یې د فتحې په دویم کال د حریت اونیزې له ایجاد سره سم تر ۲کلونو پورې د یادې اونیزې د مرستیال په حیث فعالیت ترسره کړ، چې دا اونیزه په یاده موده کې د هېواد په کچه د ګڼ شمېر مهمو او مؤثرو علمي، فکري او ادبي مجلسونو کوربه وه.
خیال محمد توحیدیار په وروسته کې له فکري استاد دادمحمد ناوک سره په ګډه د علمي او فکري خدمت په موخه د اعداد تربیوي مرکز په نوم علمي، فکري او فرهنګي ادرس ایجاد کړ، چې په تېر نږدې یونیم کال کې یې د هېواد د هېواد د ځوان قشر د روزنې او فکري سمبالښت په برخه کې بې ساری خدمت کړی او لا یې هم څې روانې دي.