راتلونکي پلانونه

راتلونکي پلانونه

  • د پوهنتون لپاره د راتلونکو پنځو کلونو جامع ستراتیژیک پلان ترتیب او پلي کول.
  • د کیفیت د تضمین او اعتباردهۍ د معیارونو ساتل او لا پیاوړي کول.
  • د کار بازار او ملي اړتیاوو ته په پام سره د نویو ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو رامنځته کول.
  • د موجوده تحصیلي پروګرامونو عصري کول او د نړیوالو معیارونو سره همغږي کول.
  • د استادانو د ظرفیت لوړونې لپاره د دوکتورا او تخصصي زده کړو فرصتونو زیاتول.
  • د استادانو هڅول او ملاتړ ترڅو لوړو علمي رتبو ته ورسېږي.
  • د برېښنايي زده کړو او ډیجیټلي اکاډمیکو خدمتونو پراختیا.
  • د تدریس او ارزونې د نوېو میتودونو پلي کول.
  • د اکاډمیکو معلوماتي سیستمونو لا پراختیا او معیاري کول.
  • د علمي چارو په مدیریت کې د شفافیت، موثریت او حساب ورکونې پیاوړتیا.
  • د محصل-محوره او پایله‌محوره زده کړو د فرهنګ پیاوړتیا.
  • د پوهنتون د علمي اعتبار او اکاډمیک شهرت لا لوړول