د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اسلامي علومو پوهنځي استادانو سره لیدنه وکړه!

keu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۳ - ۱۵:۲
8777

سه شنبې ورځ د ۹/۳/۱۴۰۲هـــ.ش. چې له ۱۰/۱۱/۱۴۴۴۴ هـــ.ق. سره سمون لري، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي شیخ شاکرالله “وحدت” د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اسلامي علومو پوهنځي له استادانو سره ليدنه وکړه.

په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس له مل پلاوي سره، د پوهنتون مالي او اداري چارو، محصلانو چارو معاونینو، د اسلامي علومو پوهنځي استادانو او اداري څانګو آمرینو ګډون درلود.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په لومړي سر کې ښاغلي شیخ شاکرالله “وحدت” د اسلامي علومو پوهنځي استادانو سره په خپلو خبرو کې وویل: “د یاد سفر څخه مو موخه د اسلامي علومو پوهنځي د استادانو د نېکو مشورو اورېدل او له هغو سره د اسلامي علومو په تطبیق کې مشورې کول دي ترڅو د عصري علومو ترڅنګ دینی علوم هم محصلینو ته په ښه توګه په ورځنیو زده کړو کې عملي شي.”

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د محصلینو لپاره دیني مجلسونه او د الله(ﷻ) د دین په رسولو کې مسلمانانو ته له هېڅ ډول زحمت څخه درېغ مکوئ، په یووالي او د ورورولۍ په فضا کې خپل ورځیني کارونه پر مخ یوسئ.

وروسته، د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي حاجي عبدالرحیم “زبیر” د دعوت او ارشاد رئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ په پوهنتون کې د ټولو اسلامي قوانینو د تطبیق ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې، لله الحمد د اسلامي علومو پوهنځي استادان د پوهنتون دعوت او ارشاد څانګې سره همکار دي او په دې برخه کې ټولو محصلینو ته د اسلامي علومو په رسولو کې په پوره امانت دارۍ او همغږۍ کار کوي.

په آخر کې د اسلامي علومو پوهنځي استادانو د وړاندیزونو او نظرونو په اورېدلو سره غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

BACK TO NEWS