د کابل ښوونې او روزنې، پروان او بامیانو پوهنتونو د علمي کادر نوماندانو مسلکي (تحریري) آزموینه واخېستل شوه!

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۰ - ۹:۴۶
7767

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، پروان او بامیانو پوهنتونو د بېلا بېلو څانگو د علمي کادرونو د انګلیسی ژبې بریالیو نوماندانو څخه د مسلکي آزموینې د اخیستو بهیر، د شنبې ورځ 1444/9/24 هــ.ق. نېټه د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي دوکتور پوهاند جمشېد خان “رشيدي” ، د ياد پوهنتون د پوهنځیو رئیسانو، د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو ریاست پلاوي، استادانو او د استادانو د همغږۍ څانګې آمر ښاغلي پوهنمل نجیب الله “بیگزاد” په حضور کې آزموینه واخېستل شوه.

د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېد خان"رشيدي" د آزموینې له بهیر څخه د څارنې پرمهال د دې پروسې د شفافیت، امانتدارۍ، نظم او ډیسپلین په اړه ټولو حاضرینو ته ډاډ ورکړ، همدارنگه یې څرگنده کړه چې په پوهنتونونو کې د علمي کادرونو د ګمارنې معیار د نوماندانو وړتیا ته په کتو سره ترسره کېږي.

د یادونې وړه ده چې، په دې آزموینه کې صرف هغه نارینه نوماندانو چې د بین المللی ژبې (انګلیسي) آزموینه کې بریالي شوي وو، گډون کړی وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

پنجشنبه- ۹،۱،۱۴۴۸ ه،ق

د سهار ستوري کلینیک له لوري د استادانو مسلکي پراختیا امریت سره په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته "د لومړنیو صحي مرستو رسولو" ترسرلیک لاندې. . .

BACK TO NEWS