د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اسلامي علومو پوهنځي ته د نوي رئیس پېژندغونډه!

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۰ - ۹:۴۴
098

شنبې ورځ د 1444/9/24 نېټه د اسلامي علومو پوهنځي ته د نوي رئیس ښاغلي شیخ عبدالاحد جواد غزنوي د معرفت په مناسبت، چې د پوهنتون معاونینو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري برخې کارکوونکو او د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي هم ګډون درلود غونډه ترسره شوه.

معرفت غونډه د قرآن‌کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېدخان “رشیدي” د موضوع په اړه وینا وکړه؛ استاد ته یې د اسلامي‌ زده‌ کړو پوهنځي د رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او ویې ویل: د اسلامي زده‌ کړو پوهنځی د دغه پوهنتون یو ښه او له لاسته‌ راوړنو ډکه پوهنځی ده، ښاغلي رشیدي له نوي ټاکل شوي رئیس څخه وغوښتل چې د خپلو تجربو په مرسته شته موخو ته ورسېږي، د دې تر څنګ یې د پوهنمل دوکتور عبدالقدوس “مظهري” له کړنو او لاسته راوړنو مننه وکړه چې، ډېره موده یې د دغه پوهنځی مسؤولیت پر غاړه وو، همدا رنګه ښاغلي پوهنمل دوکتور عبدالقدوس “مظهري” د خپلو فعالیتونو او لاسته‌ راوړنو یادونه وکړه، او د پوهنتون له مشرتابه پلاوي څخه یې مننه وکړه او د پوهنځي نوي ټاکل شوي رئیس ته یې د الله ﷻ په درباره کې د بریالیتوب دعا وکړه.

په پای کې شیخ عبدالاحد جواد غزنوي د لوړو زده‌کړو وزارت او پوهنتون له مشرتابه پلاوي څخه په مننې سره وویل: د پوهنتون مشرتابه پلاوي ته ډاډ ورکوم چې، خپله هېڅ ډول هڅې به ونه‌ سپموم او کوم مسؤولیت چې راته سپارل شوی په ښه توګه به یې ادا کړم.

غونډه د پوهنځي د رئیس د معرفي کېدو او د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS