د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او وردګ د لوړو زده کړو مؤسسې د کادري بستونو نوماندانو څخه د نړیوالې ژبې آزموینه واخیستل شوه

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۳ - ۱۰:۵
787

د یکشنبې په ورځ 1444/8/12 نېټه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او وردګ د لوړو زده کړو مؤسسې د کادري بستونو د انګلیسي ژبې آزموینه د یاد پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ په مرکز کې واخیستل شوه.

د دغه پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د انگلیسي څانگې آمر پوهاند عبدالجلیل “ کهدستانی “ او د استادانو د انسجام آمر پوهنمل نجیب الله “ بیگزاد “ د آزموینې له بهیر څخه د لیدنې پرمهال استادانو ته سپارښتنه وکړه، چې گډونوالو نوماندانو ته په ښه توگه لارښوونه وکړي او آزموینه دې د علمي نورمونو او اصولو سره سمه په شفافه توگه واخیستل شي، چې د هغوی له خوا د اجراأتو ډاډ ورکړل شو.

د پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د انگلیسي څانګې آمر پوهاند عبدالجلیل “ کهدستانی “ د آزموینې په شفافیت، امانت داری او نظم ټولو ګډونوالو ته ډاډ ورکړ.

همدارنګه، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ عمومي مدیر ښاغلي حکمت الله “همت” د آزموینې په اړه لنډ معلومات ورکړل او ویې ویل: “ آزموینه په شفاف ډول (program(OEP)Online Exam) له لارې اخیستل کېږي، نوموړی سیستم پرته له کوم جعل او لاس وهنې خوندي دی او د آزموینې له پای ته رسېدو وروسته بې له کوم ځنډ نتیجې اعلانېږي، استادان د آزموینې هئیت او ګډونوال کولای شي په یو وخت او یو ځای د آزموینې نتیجه د کمپیوتر پر مخ وگوري “

وروسته د امتحان اخستلو لړۍ رسمأ پیل شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS