د (HEMIS)معلوماتي سیستم ښوونیز ورکشاپ

keu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۶ - ۱۷:۳۵
099

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون معلوماتي تکنالوژۍ څانګې د (HEMIS) معلوماتي سیستم د زده‌کړې تر سرلیک لاندې ورکشاپ جوړ کړ، دغه ورکشاپ د اروزګان پوهنتون کارکوونکو ته چې د نوموړي پوهنتون له لوري رسمأ د دغه سیستم د زده کړې لپاره معرفي شوي وو د پوهنتون په (ICT) سنټر مرکز کې د دوو ورځو لپاره د پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ مدیر او (HEMIS) سیستم مسؤول او ترېنر ښاغلي حکمت‌الله “همت” له لوري په لاره واچول شو.

په سر کې ښاغلي همت د معلوماتي تکنالوژۍ مدیر او (HEMIS) سیستم مسؤول او ترېنر د لوړو زده‌کړو وزارت د (HEMIS) معلوماتي سیستم د ارزښت او ښېګڼو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: دغه سیستم د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو او زده کړیالانو د معلوماتو ساتلو، په چارو کې د پرمختګ او ګړنديتوب، په معلوماتو کې د جعل او لاس وهنې مخنیوي لپاره مهم دی.

همدا راز د ورکشاپ له ګډونوالو یې وغوښتل چې له دغه ورکشاپه پوره ګټه واخلي تر څو په دغه سیستم کې د دوی شته ستونزې او پوښتنې د امکان تر حده حل شي.

ورپسې ددغه ورکشاپ ترېنر د (HEMIS) سیستم په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې، د لوړو زده کړو وزارت سره په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

وروسته ورکشاپ عملاً پیل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS