راتلونکي پلانونه
راتلونکي پلانونه
- د پوهنتون لپاره د راتلونکو پنځو کلونو جامع ستراتیژیک پلان ترتیب او پلي کول.
- د کیفیت د تضمین او اعتباردهۍ د معیارونو ساتل او لا پیاوړي کول.
- د کار بازار او ملي اړتیاوو ته په پام سره د نویو ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو رامنځته کول.
- د موجوده تحصیلي پروګرامونو عصري کول او د نړیوالو معیارونو سره همغږي کول.
- د استادانو د ظرفیت لوړونې لپاره د دوکتورا او تخصصي زده کړو فرصتونو زیاتول.
- د استادانو هڅول او ملاتړ ترڅو لوړو علمي رتبو ته ورسېږي.
- د برېښنايي زده کړو او ډیجیټلي اکاډمیکو خدمتونو پراختیا.
- د تدریس او ارزونې د نوېو میتودونو پلي کول.
- د اکاډمیکو معلوماتي سیستمونو لا پراختیا او معیاري کول.
- د علمي چارو په مدیریت کې د شفافیت، موثریت او حساب ورکونې پیاوړتیا.
- د محصل-محوره او پایلهمحوره زده کړو د فرهنګ پیاوړتیا.
- د پوهنتون د علمي اعتبار او اکاډمیک شهرت لا لوړول