د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو پروګرام پیل شو

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۱۶ - ۱۱:۱۹
sds

د ۱۴۰۰ کال د کب میاشتې په ۲۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ د کابل د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو پروګرام پیل شو. په دې پروګرام کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېد خان رشیدي، د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي انجنیر سرداروالي صالحي، د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار فضل‌الربي فضلي، استادانو او د اداري برخې ځینو کارکوونکو ګډون کړی و.

دغه پروګرام د پوهنتون د مشرتابه پلاوي او د چمتووالي او تدارکاتو د آمریت په هلو ځلو او د کرنې او اوبو لګولو وزارت د ۵۸۰ نيالګيو په مرسته او همکارۍ سره پيل شو، د پوهنتون د مشرتابه هر غړي يو يو نيالګی کېښود. د دې پروګرام موخه د چاپېریال ساتنه، د پوهنتون د انګړ ښکلا او زرغونول ښودل شوي دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS