د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د دعوت او ارشاد څانګې مشورتي بورډ ناسته ترسره شوه!

yasin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۸:۴۱
98

یکشنبې ورځ د ۲۹/۱۰/۱۴۴۴ هـــ.ق. نېټه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د دعوت او ارشاد څانګې له خوا د مشورتي بورډ غونډه د پوهنتون مالي او اداري چارو، محصلانو چارو معاونینو، د دعوت او ارشاد څانګې آمر او د اسلامي علومو پوهنځي استادانو په ګډون د یاد پوهنتون د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شوه.

لومړی د دعوت او ارشاد څانګې آمر ښاغلي مولوي ذبیح الله “عابد” د یادې غونډې اړوند وویل: چې د مشورتي بورډ غړي دې د دعوت او ارشاد څانګې سره د اسلامي احکامو په تطبیق او ټولنې ته د اسلامي احکامو په رسولو کې د مشورو او ښو لارو په ښودلو کې همکار وي.

د مشورتي بورډ غړو د دعوت او ارشاد څانګې ته ډاډ ورکړ چې د یاد بورډ غړي د دعوت او ارشاد څانګې سره هر نوع همکارۍ ته ژمن دي او د اسلامي احکامو په تطبیق کې به خپله دیني او ایماني وجیبه ادا کړي

په آخر کې غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS