د نوي درسي میتودونو په اړه ورکشاپ

keu_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۱۰:۳۹
dsd

د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو مسلکي پراختیا مرکز، د علمي مرکز په توګه تل د دې پوهنتون د استادانو او کارمندانو مهارتونو ته وده ورکولو په لټه کې دی. دا ځل( نوي درسي میتودونو) تر نامه لاندې ورکشاپ د ۱۳۹۹کال د مرغومي په ۲۲ او ۲۴ مه، د دې پوهنتون د علمي غړو لپاره جوړ شو.

په پیل کې ، د پوهنتون علمي چارو مرستیال، ښاغلي پوهاند جمشید خان رشیدي د دې ورکشاپ ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې. ورپسې، ښاغلي پوهنمل ضیاالدین انصاري په اسلام کې د تدریس په ارزښت او اهمیت خبرې وکړې او وروسته اصلي موضوع د ښاغلي پوهنیارامیرخان امیري له خوا د تسهیل کونکي په توګه دوام درلود. په پای کې د پوهنتون د مسلکي ودې مرکز په استازیتوب ښاغلي پوهندوي همایون غفوري د برنامې برخه والو او روزونکو ته د بریا هیله وکړه، برنامه د خیر په دعا سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS