د لوړو زده‌کړو وزارت ښاغلي هیئت د بلخ پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

keu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۳۰ - ۱۴:۳۰
gdfg

 

دغه هیئت، چې د لوړو زده‌کړو وزارت د ژباړې، تألیف او څېړنې رئیس، ښاغلي مولوي محمد داوود حقاني تر مشرۍ او د یاد وزارت د اکاډمیکو چارو مشاور او ورسره د ارزونې او څارنې ریاست رئیس په ګډون، بلخ ولایت ته تشریف راوړ او له بلخ پوهنتون څخه لیدنه ؤکړه.

په پیل کې نومؤړي هیئت په بلخ ولایت کې د لوړو زده‌کړو وزارت له استازي ښاغلي ډاکتر احمد وزیر صافي او بلخ پوهنتون له مشرتابۀ سره تعارفي لیدنه وکړه.

ورپسې یاد هیئت د بلخ پوهنتون د ژباړې، تألیف او څېړنې غړو او بلخ پوهنتون علمي مجلو او معرف له کتن‌پلاوي سره مفصلې جلسې او علمي مباحثې وکړې او لوړو زده کړو وزارت او مرکزي ریاستونو د پراختیایي پلان په هکله توضیحات وړاندې کړل او د وزارت د پلانونو او اهدافو د تطبیق په برخه کې یې د بلخ پوهنتون له مشرتابۀ او علمي کادرونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

همدا رنګه د لوړو زده‌کړو وزارت له بلخ پوهنتون علمي کادرونو څخه ؤغوښتل، ترڅو یو نړۍوال ژورنال د بلخ پوهنتون په سطحه را منځ‌ته کړي.

ورپسې نوموړي هیئت د بلخ پوهنتون د څېرنو له مرکز، معلوماتي ټکنالوژۍ، رسنیز مرکز، علمي مجلې، د پوهنتون له تدریسي او اداري ودانیو، د نجونو او هلکانو د شپه‌غالي"لیلیه" له ودانیو څخه هم لیدنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې بلخ پوهنتون د هېواد په کچه یو له معتبرو پوهنتونونو څخه شمېرل کېږي، چې تر لسو زیات پوهنځني لري او ویل کېږي، چې په نوي تحصیلي کال کې به د هېواد په کچه په عادي توګه د زده‌کړی بهیر پیل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS