د لوړو زده‌کړو وزارت مالي او اداري مرستیال د دې وزارت د یوشمېر رييسانو کارونه وستايل.

keu_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۹ - ۹:۴۲
fdf

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال د معلوماتي تکنالوژۍ او بشري سرچينو د رييسانو د بريالي او ښه مديريت ستاينه وکړه.

د لوړو زده کړو مالي او اداري مرستیال ښاغلي نوراحمد درويش د يادو رييسانو د اختصاصي پروګرام له ارزونې وروسته چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د استازو په حضور کې ترسره شو وويل؛ چې د بشري سرچينو رييس ښاغلي مصطفی يونس زاد او د معلوماتي تکنالوژۍ رييسه آغلې شکريه جمال د دې وزارت فعال او د لاسته راوړنو درلودونکي رييسان دي چې د ارزونې پړاو يې بريالی و.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال له يادو او نورو رييسانو څخه چې د هېواد د لوړو زده کړو د نظام او اداري سېستم په ښه والي کې يې هڅه کړې؛ ستاینه وکړه او د دوی ارزښت لرونکي خدمتونه يې مهم وبلل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS