د قرآن کریم د نزول غوڼډه تر سره شوه

keu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۱۷ - ۱۱:۴۲
oi090

 

د ۱۴۴۳ کال د رمضان میاشتې په ۲۵مه نېټه د سه شنبې په ورځ د قرآن کریم د نزول مراسم د اسلامي علومو د پوهنځي له خوا او د پوهنتون د فرهنګي کمیټې په همغږي د پوهنتون د مشرتابه پلاوي، استادانو او محصلانو او یو شمېر میلمنو په ګډون سره د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون عمومي تالار جوړ شو.

غونډه د ښاغلي قاري محمد ابراهیم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. بیا د پوهنتون رئیس آغلې پوهنوال شریفي یما د غونډې له استادانو، محصلینو او نورو ګډونوالو څخه مننه وکړه او هم یې د اسلام د سپیڅلي دین او د هغه د ګټو او اسانتیاوو په اړه خبرې وکړې او هم یې قرآن کریم د روحي ناروغیو علاج وباله. ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي شکرالله وحدت د قدر د شپې په اهمیت اړه خپله عالمانه وینا واوروله. وروسته د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار فضل ربي فضلي د قرآن کریم د فضیلت په اړه خبرې وکړې، ورپسې د اسلامی علومو د پوهنځی رئیس ډاکتر عبدالقدوس مظهري د روژې د احکامو او د فطر او په اسلامي شریعت کې د هغې د حکمت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې. وروسته ډاکټر محمد عارف عطايي د روژې د مبارکې میاشتې د پیغامونو په اړه لاندې وینا وکړه. په عبادت کې سکون او آرامش دی، انسان د نفس پالنې ته سخته اړتیا لري، د پشلمي کول پټې ناروغي له مینځه وړي، په صبر او استقامت سره انسان لوړ اهدافو ته رسېږې،انسان باید له ټولنې څخه ناخبره پاتې نشي او بنده ګی یعني مطلق اطاعت کول، ورپسې د تفسیر او حدیث د څانګې آمر ښاغلي نقیب الله حمید د قرآن کریم د نزول د موخو او د قرآن کریم د پیغامونو په اړه خبرې وکړې. او د غونډې په پای کې پوهاند ښاغلي عبدالاحد مسلم د غونډې د پای ته رسولو پر مهال پر دوه مسلو خبرې وکړې، چې یوه یې د تقوا او دوېیمه یې د قرآن کریم سره تعامل دی. د پروګرام په پای کې د اسلامي علومو پوهنځي مرستیال نورالله حنیف د ټول مسلمان ملت لپاره دعا وکړه او پروګرام پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

BACK TO NEWS