د عمومي ښوونې او روزنې څانګې د یوه کاندید استاد علمي کنفرانس

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۱۰:۳
asas

د روزنیزو او مسلکي علومو پوهنځي د عمومي ښوونې او روزنې څانګې د کادري بست یوه کاندیده آغلې ویدا بلوچ د عبدالستار لور چې په تخصصي رقابتي آزموینه کې یې تر ټولو ډېرې نمرې اخیستې وې او بریالۍ بلل شوې وه، په ۱۴۰۰/۱/۱۷ نېټه یې (په نتیجه‌ محوره زده‌کړو کې د موخو رول) په نامه خپل علمي کنفرانس وړاندې کړ.

په دغه کنفرانس کې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېد خان رشیدي، د روزنیزو او مسلکي علومو د پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال عبدالواسع عظیمي، د تقرر او انفکاک د کمېټې استازي، د ژوري پلاوي غړو هر یو: ښاغلي پوهندوی ډاکټر محمد ظاهر فهیمي، ښاغلي پوهندوی محمد فواد بیان، د عمومي ښوونې او رزونې د څانګې آمرې آغلې پوهنمل مارینا مومني او د یاد پوهنځي یو شمېر استادانو ګډون کړی و. ژوري پلاوي دغه کنفرانس بریالی وباله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS