د اور وژنی او اور لگیدنې مخنیوي سیستمونو پر وړاندي د عامه پوهاوې ورکشاپ

keu_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۰ - ۱۱:۱۵
fghf

د ۱۳۹۹ کال د وږي په ۱۷مه د دو‌شنبې په ورځ د اور وژنی او اور لگیدنې مخنیوي سیستمونو پر وړاندې د عامه پوهاوي ورکشاپ د نوبل کیوب د کمپنې له خوا د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون د کنفرانسو په تالارکې، د پوهنتون د زده کونکو چارو مرستیاله آغلی پوهنوال ذکیه ظاهر شریفیان، د نوبل کیوب د کمپنې مشر ښاغلي امیرمحمد فیضي او کارکوونکي یې، د اداري برخې کارکونکي او خدماتې کارکوونکو په ګدون ترسره شوه.

غونډه دکلام الله مجید په آیاتونو پیل شوه، وروسته آغلی پوهندوی ذکیه ظاهر شریفیان، د موضوع د ارزښت او اړتیا‌ په اړه یی خبرې وکړي او له برخه والو یې وغوښتل چې له نوموړي ورکشاپ نه ښه کټه پورته کړئ ترڅو د اور په پیښو کې د مالي او انساني زیانونو مخه ونیول شي. وروسته له هغه ښاغلي امیرمحمد فیضي د موضوع په اړوند، هر اړخیزه معلومات وړاندې کړل او د وتلو لارې یې بیان کړې، چې د پیښې د رامنځته کیدو په وخت کې ترسره شي او له ګډونوالو یې وغوښتل چې چاپیریال کې دې مسلې ته جدې پاملرنه وکړي په کوم ځای کې چې دوی کار کوي او ژوند کوي.غونډه د په دعا سره پاي ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS