د نشراتي کمیسیون غونډه

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۹ - ۱۰:۱
5656

د۱۴۰۰ کال د کب میاشتې په ۲۴مه نېټه د سې شنبې په ورځ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د خپرونو کمیسیون میاشتنۍ نوبتی غونډه وکړه. دغه غونډه د پوهنتون د علمي چارو د مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشیدي په مشرۍ جوړه شوه. د علمي چارو د مرستیال تر لومړنیو خبرو وروسته پر لاندې مسائلو بحث او پرېکړې وشوې.

۱. د استادانو یو تألیفي اثر د خپرېدو لپاره د رایو په اتفاق تایید شو.

۲. د خپرونو کمیسیون د استادانو پنځه علمي – څېړنیزې مقالې د خپرېدو لپاره د رایو په اتفاق سره تایید کړې. همدارنګه د خپرونو د کمیسیون غړو د پوهنتون د علمي مجلې د ویب پاڼې د بیا پیلولو په اړه هم خبرې وکړې او لازم تدابیر یې ونیول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS