له پوهنتونونو او لوړو زده کړو بنسټونو سره سیاسي چلند د منلو وړ نه دی.

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۹ - ۱۴:۵
ccc

۱۴۰۰ کال د لړم ۳ لوړو زده کړو وزارت
له پوهنتونونو او لوړو زده کړو بنسټونو سره سیاسي چلند د منلو وړ نه دی.
دغه مطلب د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معینیت سرپرست سید محمد اسماعیل روحاني د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو اتحادیې له مسوولینو سره په ناسته کې بیان کړ.
نوموړي وویل: « هغه پوهنتونونه چې قانوني ستونزې لري، له لوړو زده کړو وزارت سره په همکارۍ خپل ستونزې حل کړي. د لوړو زده کړو وزارت نوي مشرتابه له هیڅ تحصیلي بنسټ سره سلیقه یې او سیاسي چلند نه مني. » 
همدارنګه په دغه ناسته کې د خصوصي پوهنتونونو اتحادیې مسوولینو خپلو خبرو کې د خصوصي تحصیلي بنسټونو د امنیت او د محصلانو اقتصادي وضعیت په اړه څرګندونې وکړې چې د محصلانو چارو سرپرست معین له خوا د خصوصي پوهنتونونو د پیاوړتیا په برخه کې د هڅو ډاډ ورکړل شو.
د لوړو زده کړو محصلانو چارو سرپرست معین همدارنګه د خصوصي پوهنتونونو له اتحادیې څخه وغوښتل چې ځوانانو ته د یو سالم تحصیلي چاپریال د رامنځته کولو په برخه کې لوړو زده کړو وزارت سره جدي همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS