د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د عایداتي سرچینو معلومولو کمېټې غونډه ترسره شوه!

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۱۰:۴۱
4455

 

دوشنبې ورځ د ۱۵/۳/۱۴۰۲ هـــ.ش. چې له ۱۶/۱۱/۱۴۴۴ هـــ.ق. نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د عایداتي سرچینو معلومولو کمېټې غونډه ترسره شوه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شوه.

یاده کمېټه چې پکې د پوهنتون مالي او اداري چارو معاون، د پوهنتون استادانو او د تدارکاتو څانګې آمر ګډون کړی وؤ تر څو د پوهنتون په مختلفو برخو او ادارو کې د عوایدو تر لاسه کولو سرچینې پیدا او د یادو سرچینو پروژې به پیل کړي.

د مالي او اداري چارو معاون ښاغلي حاجي عبدالرحیم “زبیر” د کمېټې اړوند وویل، یاده کمېټه به د عوایدو سرچینو په پیداکولو او ایجاد کې له مونږ سره همکاري کوي ترڅو د پوهنتون عایداتي سرچینې پیدا او د پوهنتون په مختلفو برخو کې ترې کار واخیستل شي.

د یادې کمېتې غړو د مشورو او نظرونو اورولو وروسته رسماً په کارونو پیل وکړ.

په آخر کې غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS