د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون او په افغانستان کې د یونس امره انستېتیوت تر منځ د همکارۍ ناسته

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۸ - ۹:۵۹
keu

د ۱۴۰۰ کال د کب میاشتې په ۵مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د مشرتابه پلاوي او په افغانستان کې د یونس امره انستېتیوت د مسؤول او د هغه د همکارانو تر منځ په دغه پوهنتون کې د ترکي ژبې د پراختیا لپاره د زمینې پراخولو د همکاریو په موخه ګډه ناسته وشوه.

په دې ناسته کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس پوهنوال شریفي یما، د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشیدي، د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي انجنیر سردارولي صالحي، په افغانستان کې د ترکیې سفارت تعلیمي سلاکار جنګیز ایډیمیر، د یونس امره انستېتیوت د فرهنګي مرکز رئیس چاغتای سونرین او د هغه همکارانو او د دغه پوهنتون د ترکي ژبې یو شمېر استادانو ګډون کړی و.

په پیل کې د پوهنتون رئیس په افغانستان کې د ترکیې د سفارت تعلیمي سلاکار، په افغانستان کې د یونس امره انستېتیوت د فرهنګي مرکز رئیس چاغتای سونرین او د هغه همکارانو ته هرکلی ووایه. ورپسې دواړو لورو د افغانستان او دوست هېواد ترکیې د فرهنګي اړیکو په اړه هراړخیز خبرې وکړې. د ناستې په دوام د پوهنتون رئیس او ترکي هم‌غاړي د ترکي څانګې د استادانو د وړتیاوو لوړولو په اړه خبرې وکړې، د پوهنتون رئیس خپل ترکي هم‌غاړي ته وړاندیز وکړ چې د ماسټرۍ او دوکتورا په برخو کې له دغې څانګې سره همکاري وکړي. ورپسې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشیدي د موضوع په اړه خبرې وکړې او له ترکي پلاوي څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې له پوهنتون سره همکاري وکړي. ناسته د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS