د ټولنیزې مرستې د څانګې جوړولو لپاره د چمتووالي دفتر پرانیستل شو

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۹:۵۳
yyy

د ۱۴۰۰ کال د غوايي میاشتې په اوومه نېټه د ارواپوهنې پوهنځي، د JRS مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په (۴۱۴۶ امریکايي ډالرو) مالي مرسته چې (۳۲۲۵۵۸) افغانۍ کېږي، د دفتر اجناس چمتو شول او د ارواپوهنې پوهنځي په چوکاټ کې د ټولنیزې مرستې څانګې جوړولو ته وسپارل شول. په دغه پروګرام کې د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما، علمي مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشیدي، اداري مرستیال ښاغلي پوهندوی عبدالخالق حیدري او د ارواپوهنې پوهنځي رئیس پوهنوال زهرې ولید رحماني ګډون کړی و. همدا راز د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له‌خوا آغلې میریم دونانت سجورتن او آغلې پروین عظیمي، د JRS مؤسسې له‌خوا د افغانستان د کچې عمومي رئیس ښاغلي جیورم سیکورا او د پروژې رئیس ښاغلي سندیش، آغلې شریفې بهزاد او ښاغلي فهیم ارباب‌خېل ګډون کړی و. په دې ناسته کې د JRS مؤسسې او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې پر ګډو همکاریو خبرې وشوې او دوی د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د اختصاصي زده‌کړو او روزنیزو او مسلکي علومو له پوهنځيو سره د همکارۍ وعده وکړه.

په پای کې د پوهنتون مشرتابه پلاوي د (JRS) مؤسسې او ناروې کمېټې دوو مسؤولینو ته منن‌لیکونه ورکړل او د ټولنیزو مرستندویانو د څانګې جوړولو لپاره د چمتووالي دفتر د پوهنتون د مشرتابه پلاوي او یادو ادارو د استازو له‌خوا رسماً پرانیستل شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS