د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو علمي کنفرانسونه دایر شو

keu_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۶ - ۱۵:۵۴
sads

 

د ۱۳۹۹کال د شنبې ورځ د لیندۍ په ۲۹مه، درېیم پړاو ربعوار علمي کنفرانسونه د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي غړو لپاره د علمي څیړنو د همغږۍ مرکز له خوا په لاره اچول شوی ؤ. په دې غونډه کې د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون رییس آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما، د پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشید خان رشیدي، د پوهنتون د علمي څیړنې د همغږۍ مرکز آمر آغلې پوهنیار نرګس ستانکزی ، د پوهنځییو رییسان، د څانګو مشران او د پوهنتون استادان په ګدون پیل شو.

کنفرانس د خدای تعالی د کلام د آیتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د پوهنتون رییس آغلې لیلما شریفي یما د څیړنې پراهمیت خبرې وکړې او د پوهنتون ټولو استادانو او اداري کارکونکو ته د اعتبار ورکولو د دریمې مرحلې د بریا سند ترلاسه کولو له امله یې مبارکې وویله او له استادانو یې وغوښتل چې د اعتبار لیک سند ساتلو او د پوهنتون د ودې لپاره هلې ځلې وکړئ. همدارنګه له ښوونکو څخه يې غوښتنه وکړه چې د آنلاین درسونو لپاره چمتوالي ولري او(د AfghanX او EdX) برنامه وکاروي ترڅو زده کونکي وکولی شي په حقیقتې بڼه ترې ګټه پورته کړي. وروسته د علمي چارو مرستیال، ښاغلي جمشید خان رشیدي هم په دې اړه خبرې وکړې او پوهنتون ته یې د اعتبار د درېیم پړاو د ترلاسه کولو له امله مبارکي وویله او له استادانو یې وغوښتل چې د دې ستر ویاړ ساتلو لپاره په خپلو څیړنو کې لا ډیري هڅي وکړي. سربیره پردې، د پوهنتون د علمي څیړنې د همغږۍ مرکز آمرآغلې نرګس ستانکزي، د ژوري هیأت ګمارنې په اړه اړین معلومات وړاندې کړل. وروسته، د استادانو د علمي کنفرانسونو وړاندې کولو لړۍ رسماً پیل شوه، د یادونې وړ ده چې یاد شوي کنفرانسونه د دوه ورځو لپاره په دوه محلونو کې وړاندې شو او د دوشنبې ورځ پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS