د اسلامي علومو د پوهنځي استادانو ته د نړیوالو ژورنالونو د ور پېژندلو علمي سیمینار

keu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۱ - ۱۱:۵۴
یبسب

 

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز د خپل جوړښت بنسټیزې موخې ته په کتو سره د پوهنتون د استادانو او اداري کارکوونکو د مسلکي پوهې د لوړولو لپاره د علمي پروګرامونو جوړولو ته ژمن دی. له همدې امله یې د اسلامي علومو د پوهنځي استادانو ته د نړیوالو ژورنالونو د ور پېژندلو تر سرلیک لاندې د شنبې په ورځ د ۱۴۰۰ کال د سلواغې په ۹ نېټه علمي سیمینار جوړ کړ.

سیمینار د قرآن‌کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشیدي د لارښوونو تر څنګ د نړیوالو باوري ژورنالونو د مقالو پر اهمیت خبرې وکړې او له استادانو یې وغوښتل چې په دې برخه کې پوره هڅه وکړي تر څو شته ستونزې مو حل شي. وروسته د پوهنتون د مسلکي پراختیا آمر ښاغلي پوهنوال همایون غفوري د اسان‌چاري په توګه پاتې سیمینار مخته یووړ او پر لاندې مسائلو بحث وشو:

۱. د بېلابېلو ژورنالونو پېژندنه؛

۲. د ژورنالونو جوړښت؛

۳. د نړیوالو باوري او ناباوري ژورنالونو پېژندنه؛

۴. د باوري ژورنالونو د ثبت د ډېټابېسونو پېژندنه.

سیمینار په پوښتنو او مناسبو ځوابونو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS