د اداري کارکوونکو لپاره د کمپیوټر روزنې ورکشاپ جوړ شو

keu_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۳۰ - ۹:۱۰
آموزش کمپیوتر

 

د ۱۳۹9 کال شنبې ورځ د زمري په ۲۵مه، د اداري کارکوونکو لپاره د کمپیوټر روزنې ورکشاپ د استادان او مسلکي پراختیا مرکز کې د پوهنتون د بشري سرچینو آمریت له خوا تنظیم شوی و، دغه ورکشاپ د شهید استاد ربانی د ښوونې او روزنې رییس آغلې پوهنوال لیلما شریفی یما، د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشید خان رشیدي، د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي پوهندوي عبدالخالق حیدري او د دې ورکشاپ روزونکی په ګډون پرانستل شو.

په پیل کې ، آغلې لیلما شریفي یما د ورکشاپ اهمیت او اړتیا په اړه خبرې وکړې او د دې برنامې له ګډونوالو یې وغوښتل چې د یاد شوي برنامو زده کړې ته جدي پاملرنه وکړي ترڅو تاسو په راتلونکو برنامو کې برخه واخلی. ورپسې د علمي چارو مرستیال ښاغلي جمشید خان رشیدي د مسلې په اړه خبرې وکړې او د ورکشاپ له ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې د برنامه له زده کړې وروسته په ورځني فعالیتونو کې د تدریسي مدیریتونو او نورو اداري څانګو ترې ګټه پورته کړي. وروسته ورکشاپ رسماً پیل شو.

د یادونې وړ ده چې دا ورکشاپ د 30 برخه اخیستونکو لپاره دی او د 45 ورځو لپاره دوام کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS