کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او د سهار ستوري پراختیايي مؤسسې ترمنځ د روغتیايي کلینیک پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

keu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۸:۴۶
999

نن یکشنبې ورځ د ۱۲/۱/۱۴۰۲هــ.ش. نېټه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداراي کارمندانو، کارکوونکو او محصلینو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په پار، د یاد پوهنتون د رهبرۍ(معاونینو او اداري آمرینو) او د دغې مؤسسې رئيس او کاري پرسونلو په شتون کې له بشپړېدو وروسته د جوړ شوي کلینیک افتتاح وشوه.

د نوموړې مؤسسې رئیس ښاغلي لارس “پیترسن” په خپلو خبرو کې وویل چې نوموړې مؤسسه له تېرو (۲۰) کالو را په دې خوا فعالیت لري او د افغانستان په هر ولایت کې یې په تعلیمي او روغتیايي برخو کې خدمتونه وړاندې کړي دي.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبرۍ له دغې مؤسسې څخه منندویي وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د پوهنتون رهبري هر ډول همکارۍ ته ژمنه ده.

یاد کلینیک به په عمومي داخلې، غاښونو او ټولنيزې ارواپوهنې په برخو کې د پوهنتون استادانو، اداراي کارمندانو، کارکوونکو او محصلینو په چوپړ کې وي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۱
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۲
Background image

فرمان عالیقدر امیرمومنان حفظه الله تعالی ورعاه!


نکات قابل رعایت در مراسم مرده‌داری!

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۸:۵۸
Background image

فرمان عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه!

نکات قابل رعایت در مراسم مرده‌داری!

BACK TO NEWS