دیپارتمنت زبان و ادبیات پشتو

د پښتو څانګې مخينه:

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، د ژبو او ادبياتو پوهنځي، د پښتو ژبې او ادب څانګې تاريخچه او د محصلانو د روزلو اساسي موخې:

د افغانستان د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د کابل پيداکوژي اتستيتيوت جوړ او د انستيتيوت د جوړېدو سره سم پښتو څانګې هم د لېسانس په درجه په فعاليت پيل وکړ، مشر يې حکيم تڼيوال بيا پوهنوال محمد آقا شېرزاد، پوهندوی عبدالجبار څپاند او اوس مهال پوهاند محمد آقا شېرزاد د يادې څانګې آمر دی.

وروسته دغه انستيتيوت د معارف وزارت له تشکیل څخه د لوړو زده کړو وزارت ته ولېږدول شو چې ټولې چارې يې د لوړو زده کړو وزارت پورې اړوندې شوې په ۱۳۸۱ کال کې یاد انستيوت د کابل ښوونې او رزونې پوهنتون په نوم ونومول شو.

اوس پښتو څانګه (۱۵) تنه استادان لري، چې څلور تنه پکې داکتران، لس تنه د ماسترۍ په درجه استادان او یوتن لېسانس دی.

د څانګې عمومي موخې:

۱ـ په اسلامي، ملي او وطني روحيه د داسې شخصيتونو روزل چې له خپل دين ژبې او فرهنګ نه خبر او د خپل دين ژبې او فرهنګ لپاره هر راز قربانۍ او سرښندنې ته چمتو وي.

۲ـ په درسي روحيه د محصلانو روزل چې په اوس او راتلونکې کې د افغاني ټولنې په علمي، فني، کلتوري د کار او ژوند په ټولو برخو کې فعاله، اغېزمنه او مؤثره برخه ولري او د افغاني ټولنې، علمي تخنيکي، اقتصادي، کلتوري پرمختيا پر غاړه واخلي.

تحصيلي موخې:

۱ـ د ژبې او ادب په برخه کې د افغاني ځوانانو د علمي او فکري سويې لوړول.

۲ـ د ژبې او ادب په اړه د رواني او معاصرې تکنالوژۍ سره د ځوانانو آشنا کول.

۳ـ د ژبې په اړوند دفني، مسلکي او اداري ماهرو کادرونو روزل.

۴ـ د مورنۍ ژبې په نظري او علمي اساساتو باندې د راتلونکو ښوونکو سمبالول.

۵ـ د ښوونکو د املايي سواد( سم ليکلو او ويلو) مهارتونو لوړول.

۶ـ د پښتو ژبې په لرغونو، کلاسيکو، معاصرو متونو او ادبياتو د محصلانو پوهول.

۷ـ په محصلانو کې د درست ويلو او درست ليکلو وړتيا پيدا کول.

۸ـ د پښتو ژبې د تدريس لپاره په هر اړخيز ډول د راتلونکو ښوونکو روزل.

د څانګې لاس ته راوړنې:

پښتو ځانګې له ایجاد څخه تر نن پورې سلګونه محصلان فارغ کړي او ټولنې ته يې د خدمت په موخه وړاندې کړي چې ډېری يې د هېواد د پوهنې وزرات په چوکات کې د ښوونکو په توګه او په نورو دولتي ادارو کې  په دندو بوخت دي. پښتو څانګې د ورځې پر ټايم سربېره زيات شمېر د داخل خدمت او شپې ټايم محصلینو ته هم د زده کړو فرصت برابر کړی چې اوس مهال هم په دواړو برخو کې محصلان لري.

پښتو څانګې پر لېسانس دورې سربېره يې په ۱۳۹۸ هـ ش کال کې د ماسټرۍ برنامه هم  ايجاد کړه چې تر اوسه يې دوه دورې فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.

راتلونکې برنامې:

پښتو څانګه پلان لري  ترڅو په نېږدې راتلونکو کې د دکتورا برنامه هم ايجاد کړي، د نوموړي برنامې د ایجاد لپاره پر ظرفيت کار روان دي د شرياطو له بشپړېدو سره سم به ياده برنامه هم پيل شي.

پښتو څانګه هڅه کوي تر څو د درسي بهير د لا پرمختيا او ښه والي په موخه له هېواده بهر له نورو پوهنتونو لکه پېښور پوهنتون پښتو څانګې سره د همکارۍ اړيکې ټينګي کړي ترڅو د دوی له تجربو او وړتياو څخه زموږ محصلین هم برخمن شي.

همدا ډول پښتو څانګه پلان لري چې د افغانستان علومو اکاډمۍ سره په تفاهم داسې زمينه مساعده کړي ترڅو د ذکر شوې ادارې کادري غړي په علمي او اکاډميکه برخه کې له يادې څانګې سره همکاري وکړي.

د پښتو ځانګې تشکیلاتي جوړښت

شمېره

نوم

تخلص

د پلار نوم

د تحصیل کچه

علمي رتبه

۱

جمشید خان

رشیدي

محمد ګل

داکتر

پوهاند

۲ـ

محمد آقا

شېرزاد

انور شاه

ماستر

پوهاند

۳ـ

پښتون آقا

شېرزاد

بسم الله

ماستر

پوهاند

۴ـ

عبدالقدير

خموش

نظر محمد

ماستر

پوهاند

۵ـ

میراجان

غوربندی

عبدالحکيم

ماستر

پوهنوال

۶ـ

الکوزی

تايب

محمد تایب

ماستر

پوهنوال

۷ـ

هوسا

نوري

حاجي ګل

ماستر

پوهنوال

۸ـ

عبدالجبار

څپاند

عبدالستار

داکتر

پوهندوی

۹ـ

بيت الرحمن

رودوال

سیف الرحمن

داکتر

پوهنمل

۱۰ـ

رحمان الله

قانع

احسان الله

ماستر

پوهنمل

۱۱ـ

شازيه

افغان

سید الرحمن

ماستر

پوهنمل

۱۲ـ

تهمينه

رحماني

خیالي الرحمن

ماستر

پوهنمل

۱۳ـ

ږلۍ

سهاند

نعمت الله

ماستر

پوهنيار

۱۴ـ

محمد صديق

پتنګ

جبار خان

ماستر

پوهنيار

۱۵ـ

عبدالبصیر

عابد

سیف الله

لېسانس

نوماند پوهنيار