د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د کادري بستونو آزموینه واخېستل شوه.

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۸ - ۸:۲۶
6755

د سه شنبې په ورځ ۱۰/۳/۱۴۰۱هـ ش نېټه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند جمشید خان (رشیدي) د آزموینې بهیر څخه د لیدنې پر مهال استادانو ته سپارښتنه وکړه، چې ګډونوالو نوماندانو ته په ښه توګه لارښوونه وکړي او آزموينه دې د علمي نورمونو او اصولو سره سمه په شفافه توګه واخېستل شي، چې د هغوي له خوا د اجرااتو ډاډ ورکړل شو.

د انګلیسي ژبې آزموینه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له خوا د بېلابېلو پوهنځیو او ډیپارټمینټو د اعلان شویو کادري بستونو لپاره واخېستل شوه، چې د آزموینې نوماندانو په کې ګډون درلود.

د کابل ښوونې او روزنې د معلوماتي تکنالوجۍ آمرمحمد منصور (واحدي) د آزموینې په اړه لنډ معلومات ورکړل، چې آزموېنه به په شفاف ډول د (Program(OEP)Online Exam) له لارې اخستل کېږي، چې دا سستم پرته له کوم جعل او لاس وهنې څخه خوندي دی او د آزموینې پای ته رسېدو وروسته بې له کوم ځنډ نتیجه اعلانېږي، استادان او د آزموینې هیئت او ګډونوال کولای شي چې په یو وخت او یو ځای د آزموینې نتیجه د کمپیوتر پر مخ وګوري.

د غونډې په پاى کې د ټولو ګډونوالو په حضور کې د پوښتنپاڼو لپاره د کمپیوترو یوزرونه خلاص او رسماً آزموينه پيل شوه، چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند جمشید خان (رشیدي) د استادانو په ملتيا د آزموينې له صحنې څخه لیدنه وکړه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

شورای اداری؛ در مورد پروژه‌های ساختمانی سال جاری و تنظیم سیستم اداری بحث صورت گرفت! 

یکشنبه، ۱۱/۱۰/۱۴۴۷ هـ.ق
 نشست نوبتی ماهانه اداری معاونیت امور مالی و اداری پوهنتون تعلیم و تربیه کابل با اشتراک معاون امور مالی و اداری و آمرین مربوطه برگزار گردید.

مولوی خالد عزیزی. . .

BACK TO NEWS