د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د 1401 هــ ل کال د دولسم ټولګیو له فارغانو څخه د کانکور آزموینه واخېستل شوه !

keu_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۵ - ۱۲:۲۱
66

د 1444/3/16 هــ ق کال چې د 1401/7/21 نېټې سره برابره ده، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د کانکور آزموینې یوه ورځینۍ لړۍ په پوره شفافیت او ډاډ منه فضاء کې پای ته ورسېده.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبري هیت، د لوړو زده کړو وزارت، او د آزموینې ملي ادارې څخه راغلي پلاوي د امتحان له صحنې څخه له نېږې لیدنه وکړه، او د آزموینې ټولو ګډونوالو ته یې د آزموینې له بهیر څخه د څارنې پر مهال د دې پروسې د شفافیت، امانتدارۍ، نظم او ډسپلین په اړه ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده چې په دې آزموینه کې په ټولیز ډول د آزموینې ملي ادارې د احصاییې پر بنسټ په یاد پوهنتون کې په جلا وختونو سهار او ماسپښین چې له جملې یې (2448) نارینه او (2448) ښځینه شاګردانو ګډون درلود.

تازه ترین اخبار

BACK TO NEWS