د سولې په برخه کې د څېړنې پنځه ورځنې ورکشاپ پاي ته ورسېد

keu_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۸ - ۱۱:۴۶
dfdf

د شهید استاد ربانی ښوونې او روزنې پوهنتون د سولې مرکز له لوري پنځه ورځنې ورکشاپ چې د سولې په بېلابېلو برخو کې د څېړنې روشونو او ميتودونو د زده کړې په پار د پوهنتون د بېلابېلو څانګو (۲۷) تنو استادانو لپاره په لاره اچول شوې ؤ، د ۱۳۹۹ کال د پنجشنبې ورځ د مرغومي په ۱۱مه، پای ته ورسېده. ياد ورکشاپ د ښاغلي پوهنیار احمد حامد قادري او ښاغلي ډاکټر عبدالحبیب خالد له خوا پرمخ يووړل شو، د څيړنې د نويو ميتودونو په هکله د نړۍ نوي او پرمختللې ميتودونه تدريس شول، د ورکشاپ په پای کې ګډونوالو ته بريلیکونه وویشل شول، د ورکشاپ په وروستۍ ورځ د اسلامي تعليماتو پوهنځي رئیس پوهنيار سیدهاشم امین او د اختصاصی تعلماتو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنيار بهرام شمس هم ګډون درلود، ښاغلي شمس د پوهنتون د استادانو او محصلینو د ظرفيت لوړونې په برخه کې د سولې مرکز هڅی وستایلې او د لا نورو برنامو د پلي کولو غوښتنه يې وکړه.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د ۱۴۰۵ کال نویو بریالیو  شویو محصلینو نوم‌لیکنه پیل شوه!

پنجشنبه- ۱،۲،۱۴۴۸ه.ق

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د ۱۴۰۵ تحصیلي کال د کانکور ازموینې نویو بریالیو  شویومحصلینو د نوم‌لیکنې بهیر په رسمي توګه پیل شو. نن ورځ سلګونه تنه محصلینو د لوړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

اطلاعیه ثبت‌نام محصلین جدیدالشمول!

براساس هدایت وزارت تحصیلات عالی به آنعده از محصلین که از طریق امتحان کانکور ۱۴۰۵ به پوهنځی‌های نُه‌گانه پوهنتون تعلیم و تربیه کابل راه یافته‌اند، اطلاع داده می‌شود که روند ثبت‌نام آنان. . .

BACK TO NEWS