کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د کتابتون پرانیست غونډه تر سره شوه!

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱۴:۵۹
789

یکشنبې ورځ د ١٩/٣/١٤٤٦ ه.ق. چې له ١/٧/١٤٠٣ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د کتابتون پرانیست غونډه  د پوهنتون رئیس، علمي چارو مرستیال، پوهنځیو رئیسانو، اداراي آمرینو او د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استادانو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړۍ، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهاند نور محمد " ستانکزي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصلینو ته د آسانتیاوو برابرولو په پار مو کتابتون جور کړو، ترڅو محصلین په ارامه فضا کې ورڅخه ګټه واخلي او د غونډې ګډوونکونکو سره یې د کتابتون اړوند هر اړخیز معلومات سره شریک کړل.

وروسته، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث و القران سید بشیر آغا  “هاشمي” د کتابتون پرانیستلو اړوند خوښي څرګنده کړه، د پوهنځي په سطحه یې د یاد کتابتون پرانیستل یوه لویه لاسته راوړنه وبلله، زیاته یې کړه: هیله لرو چې محصلین د مطالعې په برخه کې له کتابتون څخه پوره ګټه واخلي، د پوهنتون رهبري له یاد پوهنځي سره پوره همکار دی او د کتابتون په غني کولو کې به د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي سره پوره همکاري وکړي.

د یادولو وړ ده چې یاد کتابتون کې دو زره (٢٠٠٠) جلده د ژبو او ادبیاتو اړوند کتابونه او (١٥)پایې کمپیوټر له انټرنټ سره سمبال وجود لري چې محصلین به ورڅخه پوره ګټه واخلي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۶:۴۵
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته "له کتابتون څخه د ګټې اخیستنې مکانیزم" ترسرلیک لاندې علمي سیمینار وړاندې شو! 

 
چهارشنبې ورځ د ٢٢/٣/١٤٤٦ ه.ق چې له ٤/٧/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت لخوا، محصلینو ته "له کتابتون څخه د ګټې اخیستنې مکانیزم" تر سرلیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۶:۳۵
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس له عمومي کتابتون څخه لیدنه وکړه!

دوشنبې ورځ د ۲/۷/۱۴۰۳ ه.ش چې له ۲۰/۳/١٤٤٦ ه.ق  نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د پوهنتون له عمومي کتابتون څخه لیدنه وکړه.

 د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱۴:۵۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د کتابتون پرانیست غونډه تر سره شوه!

یکشنبې ورځ د ١٩/٣/١٤٤٦ ه.ق. چې له ١/٧/١٤٠٣ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د کتابتون پرانیست غونډه  د پوهنتون رئیس، علمي چارو مرستیال، پوهنځیو. . .

BACK TO NEWS